د ایرانی استخباراتو د موساد په لومه کی
الجـــــــهاد فی سبیل الله
د ایرانی استخباراتو د موساد په لومه کی
ساعت 14:13 | بازدید : 879 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

ايراني استخبارات دموساد په لومه کي
تفصيل نېټه: شنبه, 21 دیسمبر 2013 12:48 لیکوال: موسی مهاجر بـــــرخه: بیلابیلي لیکني كـــتني: 8

شاهین دادخواه دایران دملي امنیت په عالي شورا کي دحسن روحاني مشاور داوین له زندان څخه دیوه لیک له لاري هغه پلان رسوا کړی، چي داسرائيلو داستخباراتو ادارې (موساد)دمحمود احمدي نژاد داستخباراتو دوزارت دخطا ايستلو لپاره په کار اچولی او پکي بریالي شوی وو.

دغه لیک د(العربيه نت) ته هم په لاس ورغلی.

پلان له هغه ځای څخه پيل کیږي، چي کله درضوی په نوم یو کس چي دکورنیو چارو په وزارت کي دداخلي مسائلو دحل اړوند مسوول وو، څلور کاله وړاندي(۲۰۰۹) د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته د راټوکيدلو لاريونونو په ځپلو کي ښه وځليدو، چي له همدې امله له داخله وزارت څخه دجاسوسي ضد اطلاعاتو معنیت ته ولیږدول شو.

موساد دایران ضعيفي نکتې وپيژندلې، ځکه هغوی پوهیدل، چي رضوي یو کمزوری کس دی، چي په ډیره اساني سره غلطېدلی شي.

په دې وخت کي چي کله حیدر مصلحي داستخباراتو وزیر او دوه معاونان يې هر يو رضوي او تدین دوزارت په راس کي راغلل، نو داسرائيلو استخباراتو داسي يو پيچلی پلان جوړ کړ،چي ترڅو هغوی په غیر مهمو چارو بوخت کړي او دوی خپل اصلي مقاصد چي دايټومي تاسيساتو په نښه کول او معلومول، دايټومي کارپوهانو وژل او دخپلو جاسوسانو پټ ساتل وو ترلاسه کړي.

موساد خپل کار په ډیر مهارت پيل کړی دی، او په دې وخت کي يې هغه ايراني بې کاره ځوانان چي په ترکیه کي اوسيدل، دخپلو کسانو له لوري ښکار او خپلي کونسلګرۍ ته يې ور وبلل،هغوی يې په پرېمانه پيسو ونازول او له هغوی څخه يې دهمکاري وعده واخيستله.

وروسته موساد دغه جعلي جاسوسان په ډیرپيچلي او غیرمستقیم ډول دایران داستخباراتو وزارت ته ورپيژني او کله چي هغوی له ترکيې څخه ایران ته راستنيږي، داستختباراتو له لوري نيول کیږي، دایران لپاره همدومره فريب بسنه کوي، چي هغوی جعلي جاسوسان نيسي.

د ادخواه په خبره کله چي کسان نیول کیږي، رضوي په ډیر فخر ددې ستري بريا راپور خپلو لوړ پوړو چارواکو ته بیانوي،خو خبر نه دی، چي په دام کي په بشپړه توګه راګیر شوی دی.

په داسي حال کي چي دایران داستخباراتو وزارت د موساد په دام کي دی،دایرن ايټومي کارپوهان پيوسته وژل کيږي او عاملین یې نه نیول کیږي.

په دغو جعلي جاسوسانوکي یو اصلي جاسوس هم وو،چي ايټومي کارپوه علی محمدي یې په يوه وژونکي برید کي وواژو، موسادایراني استخبارات دخپلو جعلي جاسوسانوپه نیونه بوخت کړي وو، خپل اصلي جاسوسان چي دعلي محمدي په وژلواونورو بريدونو کي یې لاس درلودپه پټه توګه له ایران څخه وايستل.

کله چي رضوي په دې پوهیږي، چي دموساد په دام کي راغلی وو، نو يې په ځینو هیوادونو لکه تايلينډ دآزربايجان پلازمېنه باکو کي په اسرائيلي سفارتخانو دبريدونو هڅه وکړه، چي ټول بريدونه يې ناکام او په دې برسېره يې له هغو هیوادونو سره اړيکي هم زیانمني شوې.

څنګه چي موساد يوازي دايران دښمن نه ده، بلکه داسلامي نړۍ په نږدې ټولو هیوادونو کي يې خپل زهر شيندلي او په وارو – وارو يې دهغوی په خلاف داسي جنايات ترسره کړي، چي ښايي جبران يې لسګونه کلونه وخت وغواړي، دسي آی اې په مرسته موساد سيمه ييزو هیوادونو او افغانستان ته هم لاره موندلي، نوځکه موږ باید له دغه وروستي انکشاف څخه ډیر څه زده کړو:

لومړی: موساد داسرائيلو داستخباراتو اداره چي په ۱۹۵۱ کي جوړه شوي، دومره پراخه او شیندلي ده، چي ښايي هيڅ هیواد به ورڅخه پاته نه وي،دموساد باني ویلي وو، موږ يوې داسي قوي خفيه ادارې ته اړتیا لرو، چي دټولي سیمي له حالاتو باخبره پاته شو، ترڅو زموږ هیواد خوندي وي، خو اسرائيلو دخپلي بقا لپاره دغه اداره دومره قوي کړي، چي داسلامي هیوادونو دمشرانو له ضعيفو نکتو څخه هم خبردي او کولی شي، په هروخت کي دهغوی له ضعيفو نکتو څخه ګټه پورته کړي، خوباید اسلامي نړۍ ځيره وي او په خپل ځان کي داسي څه پيدا نه کړي، چي دښمن ګټه ورڅخه واخلي.

دوهم: داستخباراتي جګړې مقابله یوازي او يوازي استخباراتي جګړه کولی شي، نوځکه باید اسلامي نړۍ خپل استخبارات دومره پياوړي کړي، چي دموساد په څیر داستخباراتو مخه پرې ونیول شي، خوداهغه مهال ممکنه ده، چي اسلامي هیوادونه خپل استخبارات په خپل لاس جوړ کړي، نه دبل په لاس، په اسلامي هیوادونو کي دموساد دډير ژور توب يو اصلي لامل دابلل کیږي، چي دزیاتره اسلامي هيوادونو استخبارات دسي آی اې،کي جي بي،یااوسنۍ ايف ايس بي او ياخپله موساد له لوري جوړ شوي دي، چي نه شي کولای، بیرته دهغوی مخه ونيسي.

دریم:څنګه چي اسرائيل له یو محدود شمېر اسلامي هیوادونه سره په رسمیت پيژني، نوکه دغه اسلامي هیوادونه موساد ته دهغوی دخاوري دکارولو اجازه ورنه کړي، موساد نه شي کولای، چي ډیری اسلامي هیوادونوته ننوځي، خوله بده مرغه دغه ستونزه خپله په اسلامي هیوادونو کي ده، چي دغه يهودي ادارې ته دخپلي خاوري دکارولو اجازه ورکوي اوپه بدل کي پیسې ورڅخه اخلي، دغه پيسې که ظاهرا ډیري ښکاري، خوپه حقيقت کي يې خپله همدغه هیواد ته زیان ترګټي ډیر دی.

څلورم: دمسوولینو په ټاکلو کي بايد ډیر پام وشي، ترڅو داستخباراتوپه څير مهم کارونه داسي په کار پوه او باوري کسانو ته وسپارل شي، چي هغوی وکولای شي، داسلامي نړۍ دسترو دښمنانومخه ونیولای شي.

پنځم:لکه څنګه چي سي آی اې او موساد په ګډه خپل کارونه پرمخ بیايي او ددوی دبريا ستر لامل همدا ګډه همکاري بلل کیږي، باید اسلامي هیوادونه هم راويښ شي او خپل کارونه په ګډه په مخ بوزي، ترڅو وکولای شي، دیوه قوي دښمن (موساد، سي آي اې او داسي نورو) مقابله په ښه توګه وکولای شي.

موسی مهاجر



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 24
بازدید دیروز : 468
بازدید هفته : 962
بازدید ماه : 2395
بازدید کل : 96016
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 24
:: باردید دیروز : 468
:: بازدید هفته : 962
:: بازدید ماه : 2395
:: بازدید سال : 7373
:: بازدید کلی : 96016